ناپېژانده وسله والو په مزارشریف ښار کې یو ډاکټر وژلی

ناپېژانده وسله والو په مزارشریف ښار کې یو ډاکټر وژلی


  • 1 مياشت دمخه (12/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 77

 

په مزار شریف ښار کې په یو هدفي برید کې یو نظامي ډاکټر وژل شوی دی. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن سهار د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر ډاکټر محمد صالح برید کړی دی. 

 

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې دغه پېښه نن سهار د مزار شریف ښار له فردوسي څلور لارې سره هغه مهال شوې چې یاد ډاکټر د خپلې دندې پر لور روان و. 

 

امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي. 

 

باید یاده شي، چې په هېواد کې روانو هدفي بریدونه دهېوادوالو اندېښنې زیاتې کړې دي.