سټرایټس ټایمز: افغانستان کې جګړه طالبانو ته په ګټه نه ده.

سټرایټس ټایمز: افغانستان کې جګړه طالبانو ته په ګټه نه ده.


  • 3 کاله دمخه (12/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1268

سمسور (دوشنبه د وري ۲۳) که امریکا له افغانستان څخه په ټاکلې نېټه خپل سرتیري ونه باسي؛ نو ښايي طالبان د خپلو بریدونو کچه ډېره کړي، چې دا چاره به نه یواځې طالبانو؛ بلکې ملکي وګړو ته هم په درنده بیه تمامه شي.

د سټرایټتس ټایمز په نوم نشریې د افغانستان په اړه راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې بایډن له افغانستان څخه په ټاکلې نېټه خپل سرتيري نه باسي او بل طرف بیا طالبان د بریدونو د زیاتېدو خبره کوي، چې دا چاره به د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې هم زیاتوالی راولی، چې زیان به یې طالبانو ته واوړي.

یادې نشریې همداشان ویلي، چې د طالبانو له لوري بیا تېزېدونکې جګړه به د ملکي افغانانو ژوند نور هم تریخ کړي.

سټرایټس ټایمز په داسې حال کې د طالبانو له لوري د جګړو د بیا پیل خبره کوي، چې یادې ډلې تر دې وړاندې هم څو ځله د دوحې له تړون سرغړونه کړې او افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړي دي.