جیمز مکانو: تر ټاکلې نېټې د سرتېرو ایستل ممکن دي

جیمز مکانو: تر ټاکلې نېټې د سرتېرو ایستل ممکن دي


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1566

 

سمسور(سه شنبه د وري ۲۴) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جیمز مکانویل وايي، له افغانستان څخه تر مې میاشتې پورې د امریکایي سرتیرو اېستل ممکن دي.

نوموړي د واشنګټن پوست یوې خپرونې ته ویلي، امریکایي قومندان باید د سرتېرو د وتلو لپاره هر وخت امادګي ولري.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د لوژیستیکي ستونزو له کبله امکان نلري‌ چې د مې په لومړۍ نېټه دې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

 سره له دې، چې د امریکایي ځواکونو وتلو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي؛ خو لا هم د سرتېرو د وتلو کوم څرک نه لیدل کیږي.

امریکا وایي طالبان ورته د دوحې په تړون کې پاتې راغلي؛ نو ځکه له افغانستان څخه نه وځي.

بل طرف بیا طالبان وایي، که بهرني سرتیري ونه وځي؛ نو دوی به خپلې جګړې شدیدې کړي.

اندېښنې بیا دادي، چې که طالبان جګړو ته زور ورکړي؛ نو د ملکي خلکو مرګ ژوبله به نوره هم لوړه شي.