د پاکستان او افریقا ترمنځ سیریز لا جالب حالت ته لاړ

د پاکستان او افریقا ترمنځ سیریز لا جالب حالت ته لاړ


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1513

د پاکستان او افریقا تر منځ د شل اوریزو لوبو سیریز دوهمه لوبه افریقا لوبډلې وګټله.

په دغې لوبه کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې او د ۱۴۱ منډو هدف یې د سویلي افریقا لوبډلې ته کېښود. د پاکستان لپاره محمد حفیظ ۳۲ او بابر اعظم ۵۰ منډې جوړې کړې.

د افریقا لپاره په توپ اچونه کې جورج لینډ او لیزاد ویلیمس درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افریقا لوبډلې ټاکل شوی په څوارلس اورونو کې پوره کړ او په ۶ ویکټو او ۳۶ توپونو یې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افریقا لپاره هنریچ کلاسین ۳۶ او اډین مارکرم ۵۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې عثمان قادر دوه، حسن علي او محمد حسنین یو یو لوبغاړی وسوځوه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جورج لینډ ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سوځولي ول.

له دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان کوربنې افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، چې د افریقا په دې بریا سره سیریز مساوي شو.

له دې وروسته دوه شل اوریزې لوبې هم د دواړو لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.