د سامسون بې ګټې سلیزه!

د سامسون بې ګټې سلیزه!


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1397

د ای پي ایل په څلورمه لوبه کې پنجاب کینګز لوبډلې راجستان ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې پچه د راجستان رویالز لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. پنجاب لوبډلې پوره شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې او د ۲۲۲ منډو ستر هدف یې راجستان لوبډلې ته کېښود. د پنجاب کینګز لپاره کریس ګیل ۴۰، ډیپک هوډا ۶۴ او لوبډلمشر کیل راهول ۹۱ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د راجستان لپاره ځوان لوبغاړي چیتن سکارایا ۳ لوبغاړي وسوځول او تر نورو ښه وځلېد.

راجستان لوبډله تر وروستیو هدف پسې ښه لاړه، خو په وروستي اور کې یې ۱۳ منډې پوره نه شوای کړای او په څلورو منډو یې ماتې ومنله. د راجستان رویالز لوبډلې لپاره لوبډلمشر سانجو سمسن سلیزه ووهله او ۱۱۹ منډې یې جوړې کړې خو د لوبډلې په ګټه نه وه او ماتې یې وخوړه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بایلوونکې لوبډلې لوبډلمشر سانجو سمسن ته ورکول شوه، چې په سلیزه کې یې ۱۲ څلوریزې او ۷ شپږیزې شاملې وې.

نن ماښام شپږ نیمې بجې کلکته نایټ رایډرز له ممبيي انډینز لوبډلې سره مخامخ کېږي.