سمسور (سه شنبه د وري ۲۴) د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د روژې میاشتې پیغام کې له طالبانو غوښتي چې دې میاشت کې اوربند وکړي او له جنګ او وینې تویېدنې لاس واخلي.
د هغه په وینا "افغانستان کې روانه جګړه د اسلام مقدس دین د ټولو احکامو سره په ټکر کې او ناروا ده، هېڅ ډول دیني، انساني او اخلاقي توجیه نه لري."
د عبدالله عبدالله له طالبانو داسې مهال غوښتنه کوي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې جوړېدونکې کنفرانس کې ګډون نه شي کولای.
نوموړي ویلي، چې د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هر کله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي