د چیتن د ژوند جالبه کیسه

د چیتن د ژوند جالبه کیسه


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • جعفر هاند
  • 1416

چیتن ساکاریا ۲۳ کلن هندي‌ کرکټ لوبغاړی دی. دغه چپ‌لاسي توپ اچوونکي نن دوشنبه د اپریل ۱۲ په آی پي ال کې د راجستان رایلرز لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړه، درې ویکټې یې واخیستې او یو ډېر په زړه پورې کیچ یې هم ونیوه.‌ بالینګ یې ډېر وستایل شو. ده تر ۱۴ او ۱۵ کلنې پورې ټینس بال کاوه. پلار یې رنځور شو په کټ کې پریوت، د کور مسولیت ده ته ورترغاړې شو او د خپل کور د ګټې وټې یوازینی کس شو. کرکټ‌ترې پاتې او مزدورۍ او ډوډۍ ګټلو ته یې ملا وتړله. د کرکټ سره یې بیخي زیاته مینه وه، ماما یې خبر شو چې هغه کرکټ‌ پرېښی دی، ماما یې د قرطاسیه هټۍ لرله، ده ته یې وویل راځه ما سره شاکرد شه، تنخوا به  هم درکوم او کرکټ ته به دې هم پرېږدم او مصرف به دې په غاړم اخلم- څومره ښه ماما و! همدغه کار د ده ژوند بدل کړ او ژوند یې له هغه وروسته نور هم بدل شو چې راجستان رایلرز لوبډلې د آی پي ال سږني سیزن ته په ۱.۲۰ کروړ هندي روپیو واخیست.

تر ده بل کشر ورور یې هم بالر و،‌ خو څه موده مخکې  ځان  وواژه او ټوله کورنۍ یې د غم په ټغر کینوله. ‌ د ده مور وايي څو اونۍ مې له چیتن څخه د هغه د ورور د مرګ خبر پټ ساتلی و چې کرکټ او په کرکټ یې تمرکز خراب نشي. وايي هر وخت به یې چې تیلیفون کاوه او د ورور پوښتنه به یې کوله، ما به خبره اخوا دیخوا واړوله خو یوازې د پلار د ناروغۍ خبره به مې وریاده کړه. ده به کوښښ کاوه چې پلار سره په تیلیفون کې خبرې وکړي‌ خو مور یې وايي ما نه پرېښوده ځکه چې د پلار په خوله کې یې د زوی د مرګ خبر نه ټېنګېده. بلاخره وايي یوه ورځ په تیلیفون کې په ژړا شوم او هغه ته مې د هغه د ورور د مرګ خبر ورکړ. د خپل ورور د مرګ له خبر وروسته چیتن یوه اونۍ نه له چا سره خبرې وکړې او نه یې هم خوراک وکړ. مور یې وایي دا دواړه وروڼه سره ډېر نژدې او ډېر ملګري وو. خدای دې چاته د ورور مرګ نه ښايي، هغوی چې لیدلی،‌رب ته صبر ورکړی. 

چیتن یو نیم سیزن د راجستان رایلز سره نټ بالر و، هاغسې چې زموږ لوبغاړی  فضل حق دی، خدای دې د فضل حق بخت هم بیدار کړي.‌ 

د چیتن بال ډېر سرعت نلري، خو ښه سوینګ لري او همدا یې کمال دی. مور یې وايي‌ د ورور له مرګ یوه میاشت وروسته هغه په ای پي‌ال کې واخیستل شو، د هغه اخیستل داسې و لکه خوب، زموږ زړه ته نه لویده. 

وايي‌ اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب و.

ورزش او کرکټ د ډېرو انسانانو ژوند بدلوي،‌ خو د ځینو انسانانو ژوند چې بدلیږي، سړی کرکټ او د کرکټ مالکانو ته له زړه دوعا وکړي، که چیتن همداسې روان وي، بل کال به دا چیتن نه وي، بلکې په هند کې به د کرکت یو ستوری وي.