دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1414

سمسور (سه شنبه د وري ۲۴) تېرو څلرویشت ساعتونو کې ګډو افغان ځواکونو ځوابیه بریدونو کې ۹۱ طالبان وژلي او ۴۳ نور یې ټپیان کړي. 

افغان چارواکي وايي، چې ځواکونو یې یاد شمېر طالبان د هېواد غزني، لوګر، ارزګان، بلخ، زابل، بغلان، کندوز، بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو په بېلو سیمو کې وژلي او ټپيان کړي.

د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې د ځواکونو د یاد عملیاتو پر مهال د طالبانو یو شمېر وسلې، ماینونه او مهمات هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

افغان چارواکي داسې مهال طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي، د افغان سولې په هکله په استانبول کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتو نه دي.