ارګ: اماده یو، چې له ناټو او امریکا سره د همکاریو نوی پړاو پیل کړو

ارګ: اماده یو، چې له ناټو او امریکا سره د همکاریو نوی پړاو پیل کړو


  • 3 کاله دمخه (15/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1437

 سمسور (  پنج شنبه د وري ۲۶) افغان حکومت د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر د پرېکړې هرکلی کړی.

ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د بایډن هغه پرېکړه ستایلې، چې له مخې به یې امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وځي.

د سرچینې په حواله ولسمشر غني ویلي، چې که امریکا له افغانستان څخه وځي؛ نو افغان حکومت چمتو دی، چې د یادې پروسې په ترسره کېدو کې له امریکا سره مرسته وکړي.

غني همدراز زیاته کړې، چې امریکا او ناټو غړو هېوادونو له وتلو وروسته هم ورسره په پوځي برخه کې د مرستو ژمنه کړې او افغان حکومت چمتو دی، چې د مشترکو ګټو، متقابل درناوي او اعتماد پر اساس له متحده ایالاتو او ناټو متحدینو سره د همکاري نوی پړاو پيل کړي.

باید یاده شي، چې تېر ماښام د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې د مۍ له لومړۍ نېټې څخه به د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کړي.

په ورته وخت کې  د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه په بشپړ ډول دفاع ته چمتو دي او د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو پر روحیه هیڅ منفي تاثیر ونه لري.