الکساندر: ناټو او امریکا د افغان جګړې مؤثره لار نه وه غوره کړې.

الکساندر: ناټو او امریکا د افغان جګړې مؤثره لار نه وه غوره کړې.


  • 3 کاله دمخه (15/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1427

سمسور (پنجشنبه د وري ۲۶) افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر الکساندر وايي، چې امریکا او ناټو افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو د غوره تګلارې هڅه نه ده کړې.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له لوري رهبري کيږي او اړتیا وه، چې ناټو او امریکا په پاکستان فشار اچولی و.

الکساندر ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د افغانستان ښه دوست هېواد نه دی او ټولې ترهګرې ډلې له یاد هېواد څخه په افغانستان کې د جګړې لپاره رهبري کیږي.

د ده په خبره امریکا او ناټو دواړو ته د جګړې ادرس مالوم وو؛ خو له دې سره یې هم په پاکستان هیڅ ډول فشار رانه وست.

باید یاده شي، چې الکساندر څه موده وړاندې هم افغانستان کې جګړه د "آی اس آی" کار بللی ؤ او ویلي یې و، چې پاکستان باید ددغه جګړې د ملاتړ په پار د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) په تور لېست کې شامل شي.