د افغانستان د شل کلن اشغال کتاب وتړل شو

د افغانستان د شل کلن اشغال کتاب وتړل شو


  • 3 کاله دمخه (15/04/2021)
  • محمد نعيم حقمل
  • 1632

د امریکا رییس جمهور جوبایډن د رسمي څرګندونو له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شتون یا حضور ته د پای ټکۍ کېښود او د سپټمبر تر یولسمې نېټې پوري به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وزي.

‏جوبايډن تېره شپه له افغانستان څخه د ټولو سرتيرو د وتلو اعلان پرمهال وویل، چې د سپټمبر تر يولسمې خپل ټول سرتيري وباسي او د سرتیرو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې پیلیږي.بایډن وایي امريکا د ټول وخت لپاره افغانستان کي نشي پاتي کېداي او نور د جګړې لګښت نشي زغملی.

همدارنګه د جوبایډن له وینا وروسته ناټو، جرمني، بریتانیا او استرالیا هم له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو اعلان وکړ او ویلي دي، چې دوی هم د سرتیرو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې پیلوي.

د همدې رسمي ویناو له مخې د سپټمبر تر یولسمې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه وزي. د ناټو سرمنشي ویلي د افغانستان جګړه نظامي حل نلري او يوازې افغانان کولای شي خپل هېواد ته سوله راولي.

د امریکا او غرب لپاره دافغانستان جګړه ډیره اوږده جګړه وه چې شل کاله یې دوام وکړ او افغانانو ته د سر او مال په ډیره ستره بیه تمامه شوه.امریکا ته هم د افغانستان جګړه د دوه ترېلیون ډالرو په لګښت تمامه شوې ده او تقریبا ۲۳۵۰ عسکر یې په کې وژل شوي دي.

امریکا، ناټو او نور غربي هیوادونه په داسې وخت کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکۍ ایږدي، چې د اشرف غني تر مشری لاندې حکومت د هیواد د ننه او بهره او په تیره بیا له دوو ګاونډ هیوادونو پاکستان او ایران سره د سختو ستونزو او چالشونو له امله لاس په ګرېوان دی.

د افغانستان د شل کلنې خونړۍ جګړې او د امریکا او غرب ماتې او وتل ستر امتیازات طالبانو ته رسیږي او طالبان د د دې جګړې یوفاتح او ګټونکی ځواک او له هرپلوه ځواکمن او برلاسي بلل کیږي.

د امریکا شل کلنې جګړې او اشغال افغانستان او خلکو ته د جګړې یو بدمرغه ستر میراث پرېښود، كمزورى او فاسد حكومت، د حكومت د ننه جدي اختلافات، سيمه ايز زورواكي او جنګ سالاران، د دوو گاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران مداخله او د سولې د خبرو او غونډو پر وړاندې دطالبانو سخت دریځ او نه حاضرېدل به اوسنۍ افغانستان یوې بلې پراخه کورنۍ جګړې ته ټېل وهي چې په دې سره به یوځل بیا افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو په ځاله او لانه بدل شي.

جوبایډن کله چې له رسمي وینا وروسته په افغانستان کې د خپلو وژل شویو عسکرو هدیرې ته د دعا او درناوی په خاطر لاړ، هلته یې د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان به وروسته د امریکایي ځواکو له وتلو ټوټې نه شي داسې وویل؛ 

“له پیل نه هرڅه واضیح و چې موږ د دوو هدفونو په خاطر افغانستان ته تللي و؛ د بن لاندن نیول او د القاعده د امن پټن ځایونو له منځه وړل. او تر کومه چې زه په یاد لرم موږ هېڅکله د افغانستان د خلکو د یووالي لپاره نه و تللي. په اصل کې هغه هیواد هېڅکله متحد نه و، هېڅکله” !

د افغانستان په اړوند د جوبایډن وروستۍ خبرې زموږ د ټولنې او اوسني حالت یو تریخ حقیقت دی چې باید هر یو یې ومنو او په دې فکر وکړو چې څنګه او له کومې لارې کولای شو خپل بېچاره خلک له کورنۍ جګړې او خپل هیواد له ټوټه کېدو وژغورو. 

ترڅنګ یې دا تریخ حقیقت هم باید ومنل شي چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو او د القاعدې اکثریت پټن ځایونه بهر له افغانستان نه موقعیت لري او اوس هم د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې فعالیت لري. 

که امریکایي او د غربي نړۍ مشران دې جګړې ته هرنوم ورکوي، دا د دوی کار دي ولې دترهګرو او دهغوی د پټن ځایونو د ځپلو او له منځه وړلو په خاطر دا جګړه اوس هم پای ته نه ده رسیدلې .

 دافغانستان د جګړې بهرنۍ اړخ لاهم ژوندی او فعال دی او ترڅو چې د دې جګړې بهرنۍ جرړې وچي نه شي د افغانستان د ننه به هم جګړه روانه وي او سیمې او نړۍ ته به خطر وي. په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر الکساندر په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده ‏او د افغان جګړې د ختمولو لپاره د سرتېرو ایستل غوره تګلاره نه ده.

د رسمي سرچینو له مخې د داعش په ګډون تر شلو ډیرې نورې ترهګرې او افراطي ډلې همدا اوس د پاکستان او افغانستان د ننه فعالې دي چې ایران او ځینې نور هیوادونه او ډلې ټپلې یې هم پوره ملاتړ کوي او په سوریه، عراق، یمن او نورو هیوادونو کې یې هم د امریکا د ګټو پر وړاندې جنګوي.

زموږ د جګړې، فساد، خپل منځي دښمنیو او نورو ټولو ستونزو حل دملي ادرس او ملي زعامت له لارې ترسره کېدای شي، پرته له هغې نه نشو کولای خپل ملي مسایل حل او ملي وحدت رامنځ ته کړو او یوې دایمي سولې ته ورسیږو، راځئ سره یو شو او دا وطن او ولس له جګړې وژغورو . و من الله توفیق-