روژه ماتي ته را پورته شوم. پوه شوم چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې. خوشحاله شوم. لږ تر لږه اوس نو زما د وژلو هغه بهانه هم د پردیو نیابتي جنګیالیو لپاره ختمیږي چې ویل به یې دلته لا بهرني ځواکونه شته.
د امریکا د راتګ پرمهال زه او زما همزولی نسل لا تنکي ځوانان وو. طالب بهرنیو ترهګرو ته د پټن ځایونو ورکولو لا لارې د امریکا را تګ ته بهانه جوړه او لاره یې ورته حواره کړه. پاکستان ورته اډې ورکړلې او امریکا له همدې اډو زموږ د وطن بمبار پېل کړ. اوس چې امریکا وځي، لاړ دې شي. د خپل تاوان بحث به ورسره بیا کوو.
د وطن زلمیه!
را بېداره شه! وېښ شه! د تعصب او کرکې زړي دې له زړه وباسه. دا وطن خپل وګڼه. د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ترشاه ودرېګه او مه پرېګده چې د وطن د ساتنې سرتیري د پاکستاني نیابتي کرايي جنګیالیو پروړاندې د کمزورۍ احساس وکړي.
د وطن پېغلې!
څادر دې په سر کلک کړه او که اړتیا شوه، تر ملا یې کلک وتړه! اجازه مه ورکوه چې د هېرا منډه يي چڼي راشي او لتا د زده کړې او کار حق واخلي. ته ملاله یې. تاسو هر یوه ملاله یاست او هر یو د مېوند کېسه بیا ژوندئ کولای شئ.
د افغاني ممبر مولانا صاحب!
ته خو تر ما ښه پوهېږئ چې د وطن مینه د ایمان یوه برخه ده. نور راته د مسواکو ګټې مه بیانوه. حب الوطن راته په هر لمانځه کې بیان کړه. د وطن د مینې ولولئ د وطن د بچو په زړونو کې په ولولو راوله. د وطن سرتېرو ته دعاګانې وکړه او مه پرېږده چې د اکوړه خټک چڼي درنه افغاني ممبر خپل کړي.
د وطن لیکواله! شاعره او هنرمنده!
وخت یې دی یا قربان وکړئ! رباب د وطن د آبادۍ او د وطن ساتنې لپاره وټنګوئ او وخت یې دی چې د غږ وکړئ چې :
وه سربازه یاره
خېژه په مرچل باندې
بیا به دې ویده کړمه
سیورې د اوربل لاندې
د وطن شاعره! د ننګ وخت دی او قلم دې د وطن لپاره وخوزه! مه پرېږده چې بیا یوه توره وحشي ډله راشي او د بیان ازادي درځني وتروړي.
د وطن ساتنې د مقدسې جګړې سرتېریه!
سر، مال او وینه مې تر تا قربان. ستا قرباني مې نه هېره کړې او نه به هېره کړم. که اړتیا شوه او پوه شوم چې د کمزورۍ احساس درته پېدا شوی، والله بالله چې بچي به مې په کور پرېږدم او د دفاع په سنګر کې به درسره اوږه په اوږه ولاړ یم. پام چې وار دې خطا نشي. ددې خاورې هر نر او ښځه، هر ځوان او سپین ږیری، هره مور او هر ماشوم، هر سیاستوال او هر ملا...ستا د قربانیو پوروړی دی او شاته درپسې ولاړ دي. ډاډه د پردیو د نیابتي جګړې د کرايي جنګیالیو پروړاندې جنګېږه. ته په سنګر جګړه کوه، موږ به د نظام د پاېښت لپاره خپله برخه کار کوو. ښوونځي به فعاله ساتو، پوهنتونه به ډک ساتو او روغتونونه به ودان...
ښاغلیه ولسمشره!
زره قدرې وارخطايي درځني لیدلای نشو. تاته مو رایه درکړې، په داسې حال کې مو رایه درکړې چې ټوله نړۍ، داخلي لاسپوڅي، بهرني استخبارات او ګاونډیان په یوه خوله ډارولو او د رایو له ورکولو یې منع کولو. طالب په ګولیو ویشتلو، ګوتې یې رانه پرې کولې او د مرګ ګواښونه یې راته کول. خو موږ سره د وطن د مالیکیت احساس و. موږ شاته لاړ نشو. موږ د رایو د صندقونو تر شاه ودرېدو، رایه مو درکړه او د هېواد مشرۍ واږی مو در تر غاړې کړ. اوس هم په خپل ژمنې کلک ولاړ یو. او اوس نو ته په خپلې ژمنې ودرېږه! د ننګ وخت دی او په وطن ننګ پکار دی.
ولسمشره! پام چې وار دې خطا نشي. دا هغه پخوانی افغانستان نه دی چې د پردیو نیابتي جګړې کرایي جنګیالیو ته به خپل وطن پرېږدو. موږ درپسې یو. نور نو د ترهګرو پروړاندې له انعطافه لاس واخله. کلک شه! او د وطن له مالیکیت څخه د دفاع مشري په نره وکړه.
ولسمشره! موږ درسره یو، ځوان نسل درسره دی، مېرمنې درسره دي، ښوونکي درسره دي، لوستې طبقه درسره ده، د هېواد سرتېري ستا دي، او هغوي درسره دي چې د وطن د مالیکیت احساس ورسره دی. پام چې وار دې خطا نشي! بهرنیو ته په ورین تندي خدای پاماني ووایه او ورته ووایه چې په مخه مو ښه! موږ ددې وطن مالکان یو. دا وطن مو زرګونه کاله ساتلی او بیابه یې هم د رنجیت سنګ د زامنو څخه ساتو. دا وطن مو له ګرګینه ساتلی او له زامنو یې ساتو. دا وطن مو له چنګیز وروسته هم ساتلی او بیا یې هم ساتو. دا وطن مو تر انګریز وروسته هم ساتلی او بیا به یې هم ساتو!
ولسمشره! پام چې د قهقه خندا دې ستونې کې ډپ نشي! پام چې په شونډو دې مسکا ورکه نشي! د وطن د مالیکیت احساس تر ما تاسو ډېر ښه ورکولای شئ! ولس ته مخاطب شئ! ولس ته ډاډ ورکړه او ولس ته ووایه چې هیڅ نه کیږي، بهرنیان دې ځي، لاړ دې شي، دا وطن زموږ دی او موږ یې د تل په څېر په خپلو وینو ساتو!
ولسمشره!
ولس ته ووایه!
پام چې وارد دې خطا نشي
ما منلي غرغرې دي!