بلېنکن: امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمنه ده.

بلېنکن: امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمنه ده.


  • 3 کاله دمخه (16/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1352

سمسور (جمعه د وري ۲۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کابل ته په خپل لومړي سفر کې ویلي، دوی پرېکړه کړې، چې ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو ټینګار یې بیا دا کړی، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به د اړیکو یو نوی باب پرانېستل کېږي.

هغه همدا راز ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلو برخو کې اړیکې او مرستې دوام پیدا کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمنه ده. 

بلېنکن زیاته کړې، امریکا له افغانستان او د دې هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي.