جین ساکي: له پوځي حضور پرته هم ترهګر ځپلی شو

جین ساکي: له پوځي حضور پرته هم ترهګر ځپلی شو


  • 3 کاله دمخه (16/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1545

سمسور (جمعه د وري ۲۷) امریکا وايي، چې افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې هلته به ترهګرې ډلې زور واخلي؛ بلکې یواځې به پوځي حضور صفر کوي؛ خو که اړتیا شوه؛ نو یادې ډلې به د پوځیانو له شتون پرته هم وځپي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، چې که ترهګرې ډلې افغانستان کې سر راپورته کوي، نو په هاغه کچه به نه وي، چې د ځواکونو حضور ته دې اړتیا پېښه شي؛ بلکې امریکا کولای شي، چې د پېښې ځای کې له حضور پرته هم یادې ډلې وځپي.

په ورته مهال بیا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم ویلي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نشتون له کبله به له ترهګرو ډلو سره د امریکا وړتیا بدله شي؛ خو په سیمه کې به د امریکا وضیعت په هغه سطحه پاتې شي، چې یاد هېواد کې د ترهګري ګواښ وځپي.

نوموړي همداشان ویلي، چې که طالبان نه غواړي له نړۍ بېل پاتې شي؛ نو افغانستان کې تېرو لاسته راوړنو ته باید پام وکړي.