هند د طالبانو له لوري هدفي بریدونو ته اندېښمن دی

هند د طالبانو له لوري هدفي بریدونو ته اندېښمن دی


  • 3 کاله دمخه (17/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1312

سمسور (شنبه د وري ۲۸) هند په افغانستان کې د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز راښکاره شی.

هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دلته یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

باید یاده شي، چې د هند د پوځ مشر هم تېره ورځ ویلي و، چې احتمال شته، چې افغانستان کې جګړې یو ځل بیا زور واخلي.