حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر پر چټګتیا خبرې کړې.

حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر پر چټګتیا خبرې کړې.


  • 3 کاله دمخه (18/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1430

سمسور (یکشنبه د وري ۲۹) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره‌یې د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي.

قریشي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هیله‌من دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلام‌ اباد کې کوربه‌توب وکړي.

د قریشي په ټکو، دی او حنیف اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نه‌ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبان ټینګار کوي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونه‌کړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه په‌کې کېږي.