انګریت کارنبایر: جرمني دې د همکارو افغانانو ژوند خوندي کړي.

انګریت کارنبایر: جرمني دې د همکارو افغانانو ژوند خوندي کړي.


  • 3 کاله دمخه (18/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1212

سمسور(یکشنبه د وري ۲۹) د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وايي، چې له خپل حکومت یې غوښتنه کړې، ترڅو د هغو افغانانو ژوند ته پام وکړي، چې یاد هېواد کې یې به جرمني پوځیانو سره همکاري کړې ده.

نوموړې د جرمني ډي پي اې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکې حل‌لارې لپاره کار روان دی، ترڅو هغه افغانان هم له ځان سره بوځي، چې له دوی سره یې مرسته کړې او اوس یې ژوند په خطر کې دی.

 باید یاده شي، چې اوس مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ جرمني سرتېري شتون لري، چې ۳۰۰ افغانان ورسره په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي.