طالبان له خبرو تېښته کوي.

طالبان له خبرو تېښته کوي.


  • 3 کاله دمخه (18/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1269

سمسور(یکشنبه د وري ۲۹) قطر کې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو مذاکراتي ډله له افغان مرکچي پلاوي سره د خبرو میز ته نه ده حاضره شوې.

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور وايي، چې د طالبانو له لوري له دوی سره د خپل منځي خبرو اړوند ناستې او خبرې قطع شوي او طالب لوری په دې اړه نه غواړي، چې د افغان حکومت له مرکچي غړو سره خبرو ته حاضر شي.

بل پلو بیا طالبان هم دا مني، چې د سولې خپل منځي خبرې یې ځنډولي او په دې اړه به راتلونکي کې تصمیم ونیسي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې د بدلون تر اعلان وروسته به په ټولو چارو له سره غور کېږي.

سره له دې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د مۍ له لومړۍ نېټې څخه به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ خو طالبان لاهم په جګړه ټېنګار کوي او د سولې خبرو ته نه حاضریږي.