محقق: طالبان د زور له لارې واک غواړي.

محقق: طالبان د زور له لارې واک غواړي.


  • 3 کاله دمخه (18/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1692

سمسور (یکشنبه د وري ۲۹) په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق ویلي، طالبان د سولې له خبرو سره هېڅ لېوالتیا نه لري ځکه دوی غواړي د زور له لارې قدرت ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، که د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته طالبان یو ځل بیا افغانستان کې جګړه پیل کړي نو دولت او دننه ټول سیاسي جریانونه یې چمتو دي چې له اسلامي جمهوري نظام څخه دفاع وکړي.

محقق زیاته کړې، له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله‌من نه دی، ځکه په وینا یې، طالبان فکر کوي چې دوی امریکا ماته کړې نو امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا جګړې ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت لوړو پوړو چارواکو هم تېره اونۍ ډاډ ورکړ چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره به هم د طالبانو له احتمالي بریدونو څخه دفاع وکړي.

دغه راز اروپایې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې له لارې کامیابېدلی نه شي بلکې د افغان سولې بهیر بریا لپاره دې د خبرو میز ته کښېني.