کورډ اکشن مجله: امریکا افغان جګړه جنګي قراردادیانو ته سپاري

کورډ اکشن مجله: امریکا افغان جګړه جنګي قراردادیانو ته سپاري


  • 3 کاله دمخه (19/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1418

سمسور(دوشنبه د وري 30)له افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتلو، شکونه او اندېښنې زیاتې کړي، تازه کورډ اکشن مجلې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړې ته په اشارې یو راپور خپور کړی دی. 

 

په یاد راپور کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي، بلکې له دې وروسته یې امریکایي جنګي قراردادیانو ته سپاري.

 

راپور کې وړاندې لیکل شوي، چې بایډن د افغان جګړې پای ته رسېدو ته اراده نه لري. راپور کاږي، بایډن د سرتېرو د ایستلو خبره د عامه ذهنیتونو د تېر ایستلو لپاره کړې ده او نوموړی غواړي، چې د جګړې دوام لپاره په افغانستان کې زرګونه جنګي قراردادیان، ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پرېږدي. 

 

باید یاده شي، چې امریکا وایي، په افغانستان کې دوه زره او پنځه سوه سرتېري لري، خو یاد راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې زرګونه د سي ای اې مامورین چې په پرمختللو وسلو سمبال دي حضور لري.