ولسمشر غني: په ټولو روغتونو کې باید لازم اصلاحات راشي.

ولسمشر غني: په ټولو روغتونو کې باید لازم اصلاحات راشي.


  • 3 کاله دمخه (19/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1336

سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) جمهوررئیس غني له ملالۍ زېږنتون روغتون څخه د لیدنې پر مهال د یاد روغتون د مسوولینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل د کړنو او خدمتونو ستاینه وکړه او دوی ته یې د ناروغانو د پالنې او رسېدګۍ په موخه لارښوونه وکړه وې ویل، په ټولو روغتونو کې باید لازم اصلاحات راشي.

ارګ وایي، د یادې لیدنې پر مهال همداشان جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د درملو او نورو وسایلو له اړخه د ملالۍ زېږنتون روغتون د تجهیز په موخه خپل وړاندیزونه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

سرچینه وایي، چې همداراز هغه زیاته کړه، د عدلیې وزارت او جمهوري ریاست حقوقي چارو واحد په همکارۍ هغو ډاکټرانو ته چې له هېواده بهر د تخصص او فوق تخصص ترلاسه کولو په موخه د زیاتې رخصتۍ غوښتنه کوي د قانون د تعدیل طرحه برابره کړي.