سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) د حکومت یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي، داسې ګڼل کېږي چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب ۱۵ تر ۱۷ تنو ګډون وکړي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي د ترکیې غونډې د ګډون لپاره افغانستان د ګډون کوونکو نوملړ چمتو شوی او ټاکل شوې چې دغه نوملړ ډېر ژر خپور شي.
خو طالبان ټینګار کوي، چې د دغې ډلې پلاوی به هغه مهال دې غونډه کې ګډون وکړي چې امریکا د دوحې تړون په بشپړ ډول تطبیق کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر، ترکیه ملګري ملتونو او امریکا د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته د طالبانو د راضي کولو پر هڅو بوخت دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکیې غونډه ښایي تر راروانو څلورو ورځو جوړه شي.