چارواکي: پکتیکا کې طالبان له امونیم نایټریټ سره ونیول شول.

چارواکي: پکتیکا کې طالبان له امونیم نایټریټ سره ونیول شول.


  • 2 کاله دمخه (20/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1234

سمسور (ست شنبه د وري ۳۱) د پکیتکا ولایت د دویمې سرحدي لوا منسوبینو تېره ورځ د یاد ولایت په تروې ولسوالي کې ۲ طالبان له ۱۵۴ بوجۍ امونیم نایټریټو سره نیولي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو له یادو موادو څخه د ماینونو په جوړولو کې کار اخیست، چې د افغان ځواکونو له لوري ونیول شول.

د سرچینې په خبره، په یادو عملیاتو کې همداشان یو تراکتور، ۱ موټر سایکل او د یادو موادو څخه ډکه یوه ۱۲ کیلو ګرامه بشکه چې نورو ولایتونو ته د لیږدولو په موخه چمتو شوې وه، د افغان ځواکونو له لوري ونیول شول.