ولسمشر غني د چین سفیر سره کتلي.

ولسمشر غني د چین سفیر سره کتلي.


  • 3 کاله دمخه (20/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1178

سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښن د چین هېواد ولسي جمهوریت سفیر وانګ یو سره کتلي دي.

ارګ وایي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو په بېلا بېلو مسائلو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو، سیمه ییزو همکاریو او همداشان د اففانستان د سولې پروسې په هکله بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني داسې مهال یاده کتنه کوي، چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت د پلاوي نوملړ وروستی شوی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي د ترکیې غونډې د ګډون لپاره افغانستان د ګډون کوونکو نوملړ چمتو شوی او ټاکل شوې چې دغه نوملړ ډېر ژر خپور شي.

خو طالبان ټینګار کوي، چې د دغې ډلې پلاوی به هغه مهال دې غونډه کې ګډون وکړي چې امریکا د دوحې تړون په بشپړ ډول تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې قطر، ترکیه ملګري ملتونو او امریکا د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته د طالبانو د راضي کولو پر هڅو بوخت دي.

د راپورونو له مخې، د ترکیې غونډه ښایي تر راروانو څلورو ورځو جوړه شي.