ترکیې د افغان سولې په تړاو د 'استانبول کنفرانس' ځنډولو اعلان وکړ.

ترکیې د افغان سولې په تړاو د 'استانبول کنفرانس' ځنډولو اعلان وکړ.


  • 3 کاله دمخه (20/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1089

سمسور ( چهارشنبه د غوی ۱) د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان سولې په تړاو یې د 'استانبول کنفرانس'، چې ټاکل شوې وه د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴ نېټه استانبول کې پیل شي، تر کوچني اختر وروسته نېټې پورې ځنډولی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، د دې کنفرانس ځنډولو په اړه یې له قطر، امریکا او ملګرو ملتونو سره سلا مشوره کړې ده.‌

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د استانبول کنفرانس ځنډېدو په هکله رسنیو ته ویلي، چې دا خبره موږ پورې اړه نه لري،‌ ځکه د پیل او عدم پیل په اړه یې موږ سره کوم تاریخ نه و شریک شوی. 

افغان حکومت تر دې دمه د یادې مهمې ناستې ځنډېدو ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو وړاندې یې ورته د بشپړ چمتووالي خبره کړې وه.