سمسور (چهارشنبه د غوی ۱) د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال مکنزي د سولې په اړه پر طالبانو شکمن دی او د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې په واشنګټن کې ویلي، چې د دې میاشتې تر پایه به د افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ ضد ځواکونو لپاره دفاع وزیر ته یوه طرحه وړاندې کړي.
هغه ویلي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او پر ډیپلوماسي تمرکز کوي، د طالبانو پر ژمنو جدي بې باوري او شکونه لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون پرته ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه ده او په دې هکله د سیمې په کچه پر داسې یوه هوکړه لیک کار کوي چې پر بنسټ به یې افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېرې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پاتې کېږي.
جنرال مکنزي زیاته کړې، که طالبان غواړي په راتلونکې کې د افغانستان لپاره په نړیواله کچه وپېژندل شي باید هغه موافقې پلي کړي چې دوی په خپله چمتو او لاسلیک کړي دي.
جنرال مک کنزي داسې مهال اندېښه ښیي، چې د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ترکيې کنفرانس له روژې مياشتې وروسته ترسره کېږي.
ټاکل شوې وه چې یاد کنفرانس د اپرېل مياشتې په ۲۴مه نېټه جوړ شي، خو طالبانو ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري، دوی به په هېڅ هغو ناستو کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په تړاو په کې پرېکړه کېږي.