ډیلي په ای پي ایل کې ممبيي ماته کړه.

ډیلي په ای پي ایل کې ممبيي ماته کړه.


  • 3 اونۍ دمخه (21/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 65

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱) د هندوستان غوره لیګ د سیالیو په دوام د اپریل په ۲۰مه ډیلي لوبډلې ممبيي لوبډله ماته کړه.

په دغې لوبه کې پچه د ممبيي لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. ممبيي انډینز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې. د ممبيي لپاره تر ټولو زیاتې منډې روهیت شرما ۴۴ جوړې کړې. د ډیلي په توپ اچوونکو کې بیا امیت مشرا ۴ لوبغاړي وسوځول.

ډیلي لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په شپږو ویکټو یې ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ډیلي لپاره سټیف سمیت ۳۳ او شېکر دوان ۴۵ منډې جوړې کړې. د ممبيي په توپ اچوونکو کې بیا راهول چاهار، کیرن پولارډ، جایانت یادوف او جسپریټ بومرا یو یو لوبغاړی وسوځوه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه امیت مشرا ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځولي ول.

نن په ای پي ایل کې دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د سنرایزر حیدراباد او پنجاب کینګز تر منځ دوه نیمې بجې او دوهمه لوبه د چینای سوپر کینګز او کلکتې تر منځ ماښام شپږ نیمې بجې شروع کېږي.