سږکال د هګیو چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړېږي.

سږکال د هګیو چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړېږي.


  • 3 کاله دمخه (21/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1265

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱) د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په یوشمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړوي. 

د یاد وزارت د مالوتو له مخې اوسمهال هېواد کې د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه شتون لري. 

د دغه وزارت د خبر پر بنسټ، هېواد کې د هګیو د تولید کلنۍ کچه ۶۹۰ میلیون او د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.