د پاکستان قرضداري اوج ته رسېدلې

د پاکستان قرضداري اوج ته رسېدلې


  • 3 کاله دمخه (21/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1405

 سمسور(چهارشنبه د غوایي ۱)  پاکستاني رسنیود مرکزي بانک له قوله  ویلي، چې عمران خان د خپلې واکمني په دریو کلنو کې ۳۳ ملیارده ډالره پور اخیستی.

ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې د پاکستاني دولتي بانک د شمېرو پر بنسټ په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت ۱۵ ملیارده ډالره نوی پور په دې موخه اخیستی، چې نور پورونه پرې خلاص کړي؛ خو نه یواځې دا، چې پورونه نه دي خلاص شوي؛ بلکې نور هم پرې ډېر شوي دي.

د پاکستان پر حکومت د پورونو ډېرېدو راپور په داسې حال کې ورکول کیږي، چې عمران خان واک ته له رسېدو مخکې د بهرنیو پورونو مخالفت کاوه او ویلي و، چې ټول پورونه به خلاص کړي، ځان به مړ کړي؛ خو نورو هېوادونو څخه به پورونه وانخلي.

باید یاده شي، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستان د پیسو د نه شتون له کبله د پېښور پوهنتون په استادانو او اداري کارکوونکو هم ماشونه تړلي وو.