بریتانیا: که افغانستان کې ترهګري وده وکړي، بیا نظامي اقدام کوو

بریتانیا: که افغانستان کې ترهګري وده وکړي، بیا نظامي اقدام کوو


  • 3 کاله دمخه (21/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1286

سمسور(چهارشنبه د غویي 1) د بریتانیا د دفاع وزیر وایي، چې که چېرته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګري وده وکړي، نو دوی او متحدین به یې بیا هم نظامي اقدام وکړي.

 

جېمز هپي ویلي، هڅې روانې دي چې طالبان د خبرو اترو له لارې د افغان حکومت برخه وګرځي او ټینګار یې کړی دی چې بریتانیا او ملګري هېوادونه یې دا انتخاب لري، چې که چېرته ترهګري وده وکړي، نو دوی به یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دوی به د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

 

باید یاده شي، چې بریتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري لري، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه بوخت دي، خو ټاکل شوې چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي.