سمسور (چهارشنبه د غویي ۱) ولسمشر غني د استونیا ولسمشرې مېرمن کرستي کالیولایډ سره کتلي دي.
ارګ وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې او د افغانستان او بین المللي ټولنې او ناټو سازمان غړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل په هکله بحث وشو.
ولسمشر غني همداشان د یاد هېواد په بېلو برخو کې د همکاریو مننه وکړه او په نورو برخو کې یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د سرچینې په حواله، د استونیا ولسمشرې له افغانستان سره د استونیا د پیاوړو او غښتلو اړیکو د دوام ډاډ هم ورکړ.