سمسور (پنجشنبه د غوایي ۲) د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د استونیا له ولسمشرې، کریستي کالیولاید سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د یادې لیدنې پر مهال دواړو لوریو له اففانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پر دوام بحث او ټینګار وکړ.
د استونیا ولسمشرې اغلې کالیولاید کابل ته په خپل سفر کې لومړی د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي وو.
د مالوماتو له مخې، دواړو لوریو په دغه کتنه کې د ترکيې پر کنفرانس، د دوحې پر مذاکراتو، ملي اجماع او پر سیمه ییزو اړیکو او بېلو نورو برخو کې خبرې شوي دي.
نوموړې د خپلو کتنو پر دوام له ولسمشر غني سره هم کتلي دي.
د ارګ د خبر له مخې، چې په دغې کتنه کې دواړو خواوو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پراختیا، او د افغانستان او بین المللي ټولنې او ناټو سازمان غړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل په هکله بحث وشو.
هغې همداشان د یادې لیدنې پر مهال د دواړو هېواد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.