ولسمشر غني: د مهمند نړیوال روغتون جوړېدل د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

ولسمشر غني: د مهمند نړیوال روغتون جوړېدل د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.


  • 3 کاله دمخه (22/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1613

سمسور (پنجشنبه د غوایي ۱) ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار کندهار ولایت ته له رسېدو وروسته مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.

ارګ وایي، ولسمشر ټولو هېوادوالو او د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون د پرانيستلو د مبارکي پرمهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

هغه وویل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.

نوموړي همداشان د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

ولسمشر زیاته کړه، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.