ننګرهار کې افغان ځواکونو د طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون ۳۶ تنه وژلي.

ننګرهار کې افغان ځواکونو د طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون ۳۶ تنه وژلي.


  • 2 کاله دمخه (23/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 759

سمسور (جمعه د غوایي ۳) افغان چارواکي وایي، چې هوایي ځواکونو یې د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان هوایي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې قومندان احمد په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. 

په ورته وخت کې د یاد دفتر له خوا په یوې بلې خبر پاڼې کې راغلي، چې د دې ولایت پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه په يوې پوستې د برید پر مهال د امنيتي ځواکونو په ځوابيه بريد کې پنځه طالبان وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.

بل لورته بیا تر اوسه پورې طالبانو د دغو بریدونو په هکله کومه تبصره نه ده کړې.