امریکا له افغانستانه د خپلو تجهیزاتو لېږد پيل کړ.

امریکا له افغانستانه د خپلو تجهیزاتو لېږد پيل کړ.


  • 3 کاله دمخه (23/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1232

سمسور (جمعه د غوایي ۳) امریکا د ځواکونو تر وتلو وړاندې له اففانستانه د تجهیزاتو او وسايلو په لېږدولو او د خدماتو له شرکتونو سره د تړونونو د پای ته رسولو لړۍ پیل کړې ده.

دا څرګندونې د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي له اسوشيټېد پريس خبري آژانس سره کړې او ویلي یې دي، چې پوځ يې له افغانستانه د وتلو چمتووالی پیل کړی دی. 

په افغانستان کې د تېرکال په فيبرورۍ مياشت کې امريکايي پوځ د خپلو یو شمېر کوچنيو اډو په تړلو پيل کړی وو.

امریکا وروسته له هغه د خپلو تجهیزاتو د لېږد لړۍ پیل کړې، چې د ولسمشر بايډن ادارې اعلان وکړ چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه د روان کال سپتمبر میاشتې تر ۱۱ نيټې پورې وباسي