لغمان کې د ناپېژانده کسانو په برید کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

لغمان کې د ناپېژانده کسانو په برید کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


  • 3 کاله دمخه (23/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1076

سمسور (جمعه د غوایي ۳) د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، نن ماسخوتن شل کم نهه بجې د یاد ولایت مرکز اړوند علي خېلو په سیمه کې ناپېژانده وسله والو په یوه قومي مشر حاجي لعل اغا ډزې کړي.

د دولتزي په وینا په دغه پېښه کې قومي مشر لعل اغا وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي. 

هغه زیاتوي، د یادې پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي.

تر اوسه پورې د یاد برید مسؤولیت چا نه دی منلی.