پنجاب، ممبيي په ای پي ایل کې له ماتې سره مخ کړه.


  • 2 اونۍ دمخه (24/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 56

سمسور (شنبه د غوایي ۴) د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام پرون د مارچ په ۲۳ مه پنجاب کینګز او ممبيي انډینز لوبډلې سره مخامخ وې.

په دغې لوبه کې پچه د پنجاب لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

ممبيي انډینز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې او د ۱۳۲ منډو هدف یې پنجاب لوبډلې ته کېښود.

د ممبيي لپاره سوریا کمار یادوف ۳۳ او لوبډلمشر روهیت شرما ۶۳ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لپاره محمد شمي او راوي بشنو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

پنجاب لوبډلې ټاکل شوی هدف په اتلسم اور کې پوره او په نهه ویکټو یې ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پنجاب لپاره کریس ګیل ۴۳ او لوبډلمشر کیل راهول ۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د ممبيي لپاره یوازې راهول چاهار یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کیل راهول ته ورکول شوه، چې په ۵۲ توپونو یې ۶۰ منډې جوړې کړې وې. په دغو منډو کې یې ۳ څلوریزې او ۳ شپږیزې شاملې وې.

نن ماښام شپږ نیمې بجې راجستان له کلکتې لوبډلې سره مخامخ کېږي.