امریکایي چارواکي: د تجهیزاتو ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی.

امریکایي چارواکي: د تجهیزاتو ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی.


  • 3 کاله دمخه (24/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1312

سمسور (شنبه د غوایي ۴) ملټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی.

ورځپاڼه کاږي، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی دی بلکې له سیمه ییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي دي څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي و چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د ځواکونو او تجهیزاتو ایستل پیل کړي.

د ویلو ده چې جو بایډن ژمنه کړې وه چې د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي او د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.