د لغمان خلک: د جګړې ښکېل لوري دې د سولې او مذاکراتو لار غوره کړي.

د لغمان خلک: د جګړې ښکېل لوري دې د سولې او مذاکراتو لار غوره کړي.


  • 2 کاله دمخه (24/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1220

سمسور (شنبه د غوایي ۴) د لغمان یو شمیر مشرانو او ځوانانو د رسنیز کنفراس له لارې د روانې جګړې د بندیدو او د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

نن په لغمان کې یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو، د سولې ولسي حرکت تر چتر لاندې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چې روانه جګړه ودروي او خپل جنجالونه دې د خبرو له لارې حل کړي. 

دوی په یو غږ وغوښتل، چې د افغانانو ژوند له هر څه مهم دی او په کار ده، د افغانستان د جګړې لوري دې، د جنګ لاره بدله، د سولې او مذاکراتو لار دې غوره کړي.

همداشان دوی له ملګرو ملتونو او د انساني حقونو له ادارو وغوښتل، چې د جګړې پر ښکېلو خواو فشار راوړي، چې په افغانستان کې افغان وژنه بنده شي.