زموږ د کتاب ورځ

زموږ د کتاب ورځ


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • اجمل ښکلی
  • 1352

په پينځلسمه پېړۍ کې په المان کې مطبعه جوړه شوه، له دې سره علم عام شو او د کتاب فرهنګ وغوړېد. وايي، چې کله ترکيې ته دا مطبعه راغله، دلته تحريم شوه، چې دې يوې فتوې مسلمانان په پېړيو شاته بوتلل. 

اوس چې په افغانستان کې چاپ ډېره سخته خبره نه ده، د کتاب غوښتنو ته پاملرنه نه کېږي. د کتاب يوه غوښتنه دا ده، چې بايد کتاب وي، يعنې د تورو شويو پاڼو بنډل نه وي. 

يو وخت چې چاپ اسانه نه و او د سواد کچه هم ټيټه وه، هر کتاب له قرآن کريم سره د نسبت له امله مقدس ګڼل کېده. که به چا يوه پاڼه په لار کې وموندله، لومړى به يې مچي کړه، بيا به يې د دېوال په يوه ستو کې ومنډله. د هغه وخت يوه ځانګړنه دا هم وه، چې د هر کتاب هره کرښه رښتينې ګڼل کېده او خلکو پرې نيوکه نه کوله. هغه وخت کتاب يو بې خوله واکمن و، خو اوس کتاب له هغه منصب نه راښکته شوى. اوس خلک وايي، چې هر کتاب په لوستو نه ارزي، بلکې ځينې خو په شکولو ارزي. اوسنى لوستونکى د کتاب ټولې خبرې په پټو سترګو نه مني، بلکې کتاب په انتقادي نظر ګوري او که ورته اړينه ښکاره شي، نقد پرې ليکي، چې نور خلک يې له کمزوريو خبر شي. 

د کتاب مفهوم يو کلي انتزاعي مفهوم دى، چې ځينې يې د علم په خپرولو کې مهم دي، خو ځينې يې بېسوادي خپروي. که نور نه وي، په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې زياتره ادبي کتابونه د علم پر ځاى بې علمي خپروي، چې موږ يې د خپلې علمي لاسته راوړنې پر ځاى د بېلارې کولو بېلګې بللاى شو. 

په افغانستان کې د ډېرو کتابونو د درلودو هوس هم عام دى. ځينې خلک فکر کوي، چې که ډېر کتابونه چاپ کړي، خلک به يې عالمان وبولي، خو موږ پوهېږو، چې د عالم ګڼلو تصور د ډېرو کتابونو په چاپ پورې نه، بلکې د ښو کتابونو په چاپ پورې تړلى دى. سوسور ډېر کتابونه نه دي ليکلي، بلکې هغه چې د کومې رغښتي نظريې له امله نړيوال شهرت وګاټه، هغه يې هم شاګردانو راټول کړى او چاپ کړى دى. 

که د ډېرو کتابونو پر ځاى د کتاب پر علمي او هنري اړخ او ټولنيزه اړتيا فکر وکړو، ټولنې ته به ګټور کتابونه ورکړو او که تر مړينې وروسته د پايښت آرزو لرو، نو دا په ډېرو کتابونو پورې نه ده تړلې. استاد حبيبي د افغانستان فرهنګ ته ډېر څه ورکړل او دا ډېر څه يې علمي وو، نو که کتابونه يې تر قد لوړ شول، ډېر بده راته نه ښکاري؛ خو زه داسې ملګري پېژنم، چې د دومره کتابونو د ليکلو شوق اخسيتي، چې تر قد يې لوړ شي. که يو څوک له استاد حبيبي سره د سيالۍ لار د کتابونو تر قده پورې په رسولو کې ويني، نو لار يې غلطه کړې. استاد حبيبي د ډېرو کتابونو نه، بلکې د ښو کتابونو له امله د عالم مقام ګټلى و. 

 په افغانستان کې په تېرو دوو لسيزو کې ډېر کتابونه چاپ شول، خو کم پکې وپايېدل، ځکه چې علم په همدې کمو کې و. اوسنى لوستونکى د نړيوال جال او معلوماتو ته د لاسرسي په دې پراخه نړۍ کې د هر کتاب لوست ته وخت نه لري. يوازې هغه کتابونه لولي، چې يو څه پکې وي، هنري او علمي څه. 

لوستونکى هغه شخص دى، چې د کتاب سيند همدې درياب ته غورځېږي. که غواړو، چې معياري کتابونه ولرو، پکار ده، چې د لوستونکي پر شعوري کولو کار وکړو. 

يوه ژبه په علم له مړينې بچ کېږي او وده کوي. په پښتو کې ادبي خوا غوښنه ده، کاش د طبيعي او ټولنيزو علومو په برخه کې هم ښه کتابونه پيدا کړي، نو هله به يې د علم ژبه وګڼلاى شو. زموږ د طبيعي او ټولنيزو علومو پوهان بايد پر دې خبره فکر وکړي، ځکه يوازي په داستان، شعر او ادبي ليکنو ژبه علمي کېداى نشي. 

موږ په يوه ډول کتابونه له سياسي پلوه ناپېيلي بولو او چې لولو يې رښتيا يې بولو، خو دا زموږ تېروتنه ده، ځکه مشهور کتابونه په يوه زماني مقطع کې په يوه سياسي چاپېريال کې او د يوې ايډيالوژۍ زېږنده وي. که لوستونکى له کتاب بهر له دې قرينو سره اشنا نه وي، د کتاب موخې نشي درک کولاى. ښه دا ده، چې پر دې قرينو فکر وکړو، ځکه چې هر کتاب د راويښولو نه، بلکې ځينې کتابونه د ويده کولو او غافلولو لپاره هم ليکل کېږي، چې بيا يې تر شا ولاړ خلک په اسانه د لوستونکي له ذهن او لاسونو نه استفاده وکړي. په دې کې يوه بېلګه د تاريخ کتابونه دي، چې له يوې زاويې ليکل کېږي او ممکن په ځينو مواردو کې د سياسي موخو لپاره واقعيتونه مسخه کړي.

په دې خاطر چې د کتاب له ګمراه کولو نه بچ شو، يوه اسانه لار دا ده، چې د دې کتاب په مخالفت کې ليکل شوي کتابونه او مخالف لوري هم ولولو؛ نو هله له موږ سره کتاب په شعوري کولو کې مرسته کولاى شي.

بل لور ته د زياتې مطالعې د درلودو هوس او ځانښودانه هم يو ناوړه فرهنګ ګرځېدلى چې د کتاب د دقيق لوست نه بلکې د پاڼو اړولو ښودانه کوي. اړينه نه ده چې هر کتاب ولولو او هر کتاب پاڼه په پاڼه ولولو. ښايي؛ د يوه کتاب ځينې برخې ولولو او ځينې پرېږدو؛ خو مطالعه مو بايد د شوق له مخې او دقيق وي. ښه مطالعه هغه ده چې کوم کتاب دې خوښ شي او و يې لولئ؛ نه د مطالعې د پراخولو په هوس کې هر کتاب..