د اندونیزیا حکومتي چارواکو ویلي داسې ښکاري چې لادرکه شوی اوبتل لومړی زیانمن شوی دی او په تدریجي توګه له اوبو ډک شوی او ښايي تر ۵۰۰ متره پورې تر اوبو لاندې شوی وي.
ځینې پیدا شوي توکي ښيي چې اوبتل ډوب شوی دی او د ۵۳ کسه سپرلۍ د ژوندي پاتې کېدو په اړه یې هېڅ راز هیله مندي نشته ده.
د اندونیزیا سمندري پوځ ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
څو ورځې وړاندې د اندونیزیا یو ستر نظامي اوبتل یا تحت البحري په مانور بوخت و چې له رادار لادرکه شو او په اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.