دارواح ښاد پلا يې تش انځو په غيږ کې نيولي وو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احمد تسل
  • 1471

د تالاتر په لويه در وازه کې  د ځواني مرګ   انځور د ټولو نه دوعا غوښتله او د غونډي لوي سالون ته په ورتلو سره   غم جن موزيک د هر چا د بدن ويښتان جګ جګ درول.


د غونډې تر ٣٠٠ زياتو ګډون کونکو يواځې د ار واح ښاد عبدالصمد روحاني په انځورونو  او د هغه لپاره په  ليکل شو بيتونو سترګې خښي کړي وي
د  يک شنبې په ور ځ په لس بجې چې د ارواح ښاد د  يوکلن تلين لامنځل غونډه پيل شوه لومړي د هغه ژوند ليک  ولوستل شو  ور پسي د هلمند د والي په ګډون د ځوانيمرګ خواخوږو  ژور نالستانو قومي مشرانو او  علما وو خبري وکړي .
د هلمند والي ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وويل
(( زه سوګند کوم چې د روحاني د قاتلينو د نيولو لپاره مې  هر ډول امکانات په لار اچولي دي  زه تل په دې لټه کې يم چې زه د روحاني  صيب قاتلين ونيسم تاسو هر څوک چې په دي اړه زما سره مرسته کولاي شي زما دروزاه ستاسو پر مخ خلاصه ده ))


همدارنګه ښاغلي ګلاب منګل د ا رواح ښاد  د کورنۍ  د اوسيدلو لپاره يوه ځانګړي نمره  او د زياتو مرستو ژمنه وکړه  .
ورسه په څنګ کې  په هلمند کې سيمه يزي سباوون ر اډيو هم د ارواح ښاد د کورني سره د (٢٥٠٠٠) د پنځه ويشت زره افغانيو  مرسته وکړه ،
د غونډې ورستي برخه   د ارواح ښاد رح ته ځانګړي مرثيه شعرونه وويل شو  چې د يو شمير ګډونکونکو تر سترګو يې اوښکې را تويې کړلي 
ارواح ښا د عبدالصمد روحاني پوره يو کال وړاندي د لښکر ګاه نه د غبر ګولي په (١٧) نيټه تري تم شو چې په سبا (١٨) نيټه يې مړ جسد د خبر يالانو لاس ته ورغي  .