کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې له ۲۵مې څخه د غویي میاشتې تر ۵مې پورې په شپږو ځانمرګي بریدونو، ۶۲ کړیو ماین چاودنو او دغه راز غلچکي بریدونو کې ملکي وګړو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د یاد وزارت په وینا، طالبانو په خپلو وروستیو تحرکاتو کې ۶۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۰ نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په همدې موده کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې بیا د یو شمېر طالب قومندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.