طالبان د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې لاس نه اخلي.

طالبان د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې لاس نه اخلي.


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1312

سمسور (یکشنبه د غوایي ۵) افغان چارواکي په تېرو لسو ورځو کې د ۶۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۸۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. 

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو په شپږو موټر بم، ۲۶ ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې اوښتې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو په له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه وزارت همداشان زیاتوي، چې د طالبانو په یادو بېلو بریدونو کې خلکو ته د ځاني زیان سربېره مالي تاوانونه هم اوښتې دي.

خو طالبانو د دولت دغه ادعا رد کړې، چې په وینا یې دا ډول بریدونه دوی پورې اړه نه لري.