کونړ کې د هاوان مرمۍ لکېدلو پېښې ۱۶ کسان ټپان کړل.

کونړ کې د هاوان مرمۍ لکېدلو پېښې ۱۶ کسان ټپان کړل.


  • 3 کاله دمخه (26/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1091

سمسور (دوشنبه د غوایي ۶) ختیځ ولایت کونړ کې چارواکي وايي، د یاد ولایت مقام مرکز اسعد اباد د غونډو په تالار کې د قران کریم د حسن قرات سیالۍ پر مهال توغندی لګېدلی چې له امله یې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. 

د کونړ د ولایتي روغتون چارواکو ویلي، له دې پېښې دغه روغتون ته ۱۶ ټپیان ور وړل شوي چې څلور په کې مرګوني دي.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

کونړ د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې د غرونو په منځ کې پروت دی او وخت ناوخت پرې د دولت د مخالفو وسله والو له لوري توغندیز بریدونه کېږي.