په اوو ولایتونو کې، د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي.

په اوو ولایتونو کې، د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي.


  • 3 کاله دمخه (26/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1758

سمسور (دوشنبه د غوایي ۶) سږکال د هېواد په اوو ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس مرکزونه جوړېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په پام کې لري، چې د هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکندي په ولایتونو کې سږکال د زغفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ کړي.

سرچینه د دې مرکزونو جوړول د محصولاتو د زیاتوالي، د کیفت ښه کېدو او د زعفرانو د ارزښت په لوړولو کې مرسته په ګوته کوي. 

زعفران د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دی، چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته هم صادرېږي.