روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 3 کاله دمخه (26/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1340

سمسور (دوشنبه د غوایي ۶) د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره شپه او ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دغې موده کې له دې ناروغۍ څخه ۶ تنه مړه شوي دي، چې د ټولو مړه شویو کسانو شمېر دوه زره او ۵۹۸ تنو ته رسېدلی دی.

سرچینه وایي، چې د یاد ویروس مثبتې پېښې د هېواد په کابل، بلخ، تخار، سمنګان، میدان وردګ، کندز، بامیان، پنجشیر پروان، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي، چې د دغه ویروس مثبتې پېښې ټولټال ۵۹ زره او ۲۲۵ تنو ته ورسېدې.

سرچینه زیاتوي، په عین حال کې بیا له دغه ویروس څخه ۳۱ تنه رغېدلي دي، چې په خبره یې د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر ۵۲ زره او ۵۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت د کرونا درېیمې څپې د مخنیوي لپاره حکومت ته د بندیزونو طرحه هم ورکړې ده، چې له مخې یې د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو درول، شپني محدودیتونه لګول او د راټولېدنو مخنیوی شامل دي.