سمسور (سه شنبه د غوایي ۷) د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، چې تېره شپه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ «تور راغه» سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې.
هغه زیاتوي، په دې جګړه کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال «اکبر کوچی» د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ویلي.