سمسور (چهار شنبه د غوایي 8) د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو د ایران او دوه اړخیزو مسئلو په اړه پرون په واشنګټن کې خبرې وکړې.
له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په وروستیو کلونو کې د ایران د اټمي پروګرام د پرمختګ په اړه پر خپلو جدي اندېښنو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې دغهراز راغلي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ویانا د خبرو په اړه خپل اسرائیلي سیال ته معلومات ورکړل او د ایران د اټمي پروګرام په اړه یې له اسراییل سره په راتلونکي کې مشورې ته لېوالتیا وښوده.
باید یاده شي، چې امریکا او اسرائیل په سیمه او نړۍ کې دایران له سر سختو مخالفینو څخه دي، چې وخت نا وخت د لفظي شخړو سربېره یو بل ته دبریدونو ګواښونه هم کوي.