سمسور (چهارشنبه د غوایي ۸) افغان چارواکي وایي، چې ځواکونو یې لغمان کې توپچي بریدونه ترسره کړي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادې قول اردو لومړۍ پلې لوا ځواکونو تېره ورځ د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ اړونده سيمو کې د طالبانو په پټنځايونو باندې توپچي بريدونه ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، د یادو بریدونو پر مهال درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه نور ټپیان دي او د یادې ډلې یو شمېر پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو داسې مهال دغو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د همدې قول اردو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې افغان هوایي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند "رهین" او "ګمبه" سیمو کې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې پر مهال یې ۲۰ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي وو.